ننګرهار پوهنتون کې څېړنيز نندارتون جوړ شو

05 اپرېل, 2018

 

ننګرهار پوهنتون کې څېړنيز نندارتون جوړ شو
په نوموړي نندارتون کې د يو شمېر هغو څېړنو پايلې نندارې ته وړاندې شوې چې د وترنري علومو او کرنې پوهنځيو د استادانو او محصلانو له خوا په اړونده برخه کې ترسره شوې وې.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل د نندارتون د پرانيستې پر مهال وويل: د خوښۍ ځاى دى چې د ننګرهار پوهنتون محصلين د نظري زده کړو تر څنګ نن ورځ عملي وړتيا هم خپلوي او د لسګونو څېړنو پايلې يې نندارې ته وړاندې کړې دي.
نوموړي وويل: د لوړو زده کړو وزارت زيات تاکيد په عملي زده کړو او څرنګوالي دى، چې له ښه مرغه ننګرهار پوهنتون پر دې ډګر چټک ګامونه اخلي.
ښاغلي مياخېل د وترنري علومو او کرنې پوهنځي له مشرتابه او استادانو مننه وکړه چې د دوى د هڅو او زيار په پايله کې محصلين ددې جوګه شول چې څېړنې او تحقيقات ترسره او نندارې ته يې کړي.
نوموړي د پوهنتون د نورو پوهنځيو په استادانو او محصلانو هم غږ وکړ چې په اړونده برخه کې دې ورته څېړنې ترسره کړي.
د وترنري علومو پوهنځي رئيس پوهنوال پيرمحمد ستانکزى، د کرنې پوهنځي رئيس پوهندوى سيداجان عتيق عبدياني، د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس پوهنمل رفيع الله رحيمزى د غونډې نور ويناوال وو، چې ټولو په خپل وار د څېړنو او څېړنيزو نندارتونونو پر ارزښت خبرې وکړې او د غونډې برخوالو ته يې په اړونده برخه کې معلومات ورکړل.
د غونډې په پاى کې د پټۍ په پرې کولو سره نندارتون رسماً پرانيستل شو، چې د پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو استادانو، محصلانو او يو شمېر بهرنيو مېلمنو ترې ليدنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې په ننني نندارتون کې د ننګرهار ولايت د يو شمېر کرنيزو او مالدارۍ شرکتونو او فابريکو استازو خپل صنايع او توليدات هم نندارې ته ايښي وو.