ننګرهار پوهنتون کې (په پوهنتونونو کې فعال وګړي) پروګرام پېژندغونډه جوړه شوه

18 اکتوبر, 2018

 

ننګرهار پوهنتون کې (په پوهنتونونو کې فعال وګړي) پروګرام پېژندغونډه جوړه شوه
د پوهنتون د مسؤلينو په وينا، د ياد پروګرام له تطبيق څخه يې موخه د محصلانو روزل دي، چې په ټولنيزو چارو کې فعاله ونډه واخلي.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل: (په پوهنتونونو کې فعال وګړي) يو نړيوال پروګرام دى، چې د ٦٨ هېوادونو په پوهنتونونو کې پر مخ وړل کېږي، چې له نېکه مرغه اوس دا پروګرام د لوړو زده کړو وزارت له خوا د برټش کونسل په مرسته د افغانستان په څلورو پوهنتونونو (ننګرهار، هرات، پوليتخنيک او ښوونې او روزنې) کې په ازمايښتي توګه تطبيقېږي.
ښاغلي مياخېل زياته کړه: د ياد پروګرام له تطبيق څخه موخه د محصلانو روزل دي، چې په ټولنيزو چارو کې فعاله ونډه واخلي؛ د ټولنې ستونزې درک او د حل لارې ورته ولټوي.
د غونډې بل ويناوال د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي ؤ، چې نوموړي د ذکر شوي پروګرام په ارزښت او په افغاني ټولنه کې د هغې پر اړتيا خبرې وکړې. نوموړي وويل: زمونږ محصلان بايد يوازې تر پوهنتوني زده کړو منحصر پاتې نشي، بلکې د خپلې ټولنې د يوه فعال په توګه په ټولو مسايلو کې سهيم واوسي.
ورپسې په ننګرهار پوهنتون کې د ياد پروګرام مسؤل او د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنمل نعيم جان سروري د موضوع په اړه خپل ترتيب شوى پريزنټيشن د غونډې برخوال ته وړاندې کړ.
د غونډې په پاى کې ازاد بحث وشو او د ګډونوالو محصلانو پوښتنو ته د پروګرام د مسؤلينو له خوا ځواب وويل شو.