ننګرهار پوهنتون کې په هېواد دننه د پښتو ادبياتو لومړني ډاکټر پوهنوال لعل پاچا ازمون د دوکتورا بشپړاوي وياړغونډه جوړه شوه

09 مرغومی, 1396

ننګرهار پوهنتون کې په هېواد دننه د پښتو ادبياتو لومړني ډاکټر پوهنوال لعل پاچا ازمون د دوکتورا بشپړاوي وياړغونډه جوړه شوه
په غونډه کې د ننګرهار پوهنتون پر مشرتابه، استادانو او محصلانو سربېره د بېلابېلو پوهنتونونو استادانو، د علومو اکاډمۍ غړو، د ننګرهار د ولايتي ادارې رئيسانو، د ولايتي شورا وکيلانو، ليکوالو، ژورنالېستانو او د علم او پوهې مينه والو برخه لرله.
غونډه د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل په وينا پرانيستل شوه. نوموړي د غونډې برخوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په علمي او ټولنيزو چارو کې د ولسمشر سلاکار او د کابل او ننګرهار پوهنتونونو استاد پوهنوال دوکتور لعل پاچا ازمون په ژوند او فن خبرې وکړې.
ښاغلي مياخېل استاد ازمون پياوړى ليکوال، خوږ ژبى شاعر، ښه او مهربانه استاد، مؤلف، ژورنالېست، څېړونکى او محقق ياد کړ چې د ژوند ډېره برخه يې د پښتون قام، ژبې او ادب په چوپړ کې تېره کړې او لاهم پر دې ډګر چټک ګامونه اخلي.
نوموړي وويل: (( سره له دې چې استاد ازمون د ٧٠ مطبوع اثارو ليکوال او مصنف دى، د ختيزې سيمې ليکوالو او ژورنالېستانو ټولنې دده د مشرتابه تر شرف لاندې د ١٥٠ په شمېر کې بېلابېل اثار چاپ کړل او له دې شمېر زياتې ملي او نړيوالې ادبي ناستې او علمي کنفرانسونه يې جوړ کړي دي.))
پوهنوال مياخېل د استاد ازمون په بلې علمي لاسته راوړنې (دوکتورا) د خوښۍ څرګندونه وکړه او دا يې ننګرهار پوهنتون او د ننګرهار ولسونو ته ستر وياړ او افتخار وباله.
ورپسې د ژبو او ادبياتو پوهنځي رئيس پوهاند مسعود نېکبخت، د پښتو ژبې او ادب څانګې مشر او استاد پوهنوال فضل ولي ناګار، د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس اورنګ صميم، پوهنوال معروف شاه خان شينواري، پوهنوال محمد ابراهيم همکار، ډاکټرې زرغونې رشتين زيور، محمد حنيف ګرديوال، د ولايتي شورا وکيل ډاکتر ناصر کاموال، د ننګرهار امنيه قوماندان لوى پاسوال عبدالرحمن رحيمي، پوهيالي عمران الله خنجر او ليکوال او ژورنالېست محمداصف شينواري په وار سره د استاد ازمون په علمي، ادبي او ژورنالېستيکو هلو ځلو او خدمتونو رڼا واچوله.
د غونډې په وروستۍ برخه کې استاد ازمون ته د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه سربېره د بېلابېلو بنسټونو له خوا د اعزاز پګړۍ ور پر سر شوې.
په پاى کې استاد ازمون خبرې وکړې او د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه او استادانو يې ددې وياړغونډې د جوړولو له امله مننه وکړه.