ننګرهار پوهنتون کې نبوي نېکمرغه ميلاد د يوه علمي کنفرانس په ترڅ کې ونمانځل شو پ

11 نوومبر, 2019

ه نوموړي علمي کنفرانس کې ويناوالو د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفى (صلى الله عليه وسلم) د ژوند، شخصيت او سياست په اړه علمي مقالې او پريزنټيشنونه وړاندې کړل.
ياد کنفرانس، چې د دې پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د فرهنګي کمېټې په نوښت جوړ شوى ؤ، د ننګرهار پوهنتون رئيس، مرستيالانو، د بېلابېلو پوهنځيو رئيسانو، استادانو او محصلانو پکې برخه لرله.
د غونډې د پرانيستې وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) مبارکه زوکړه د بشريت لپاره رحمت وباله او زياته يې کړه، چې زمونږ خوږ پيغمبر (صلى الله عليه وسلم) داسې مهال نړۍ ته سترګې وغړولې، چې ټوله نړۍ د جهالت، ظلم او استبداد تورو تيارو نيولې وه.
نوموړي وويل: رسول الله (صلى الله عليه وسلم) نړۍ ته داسې قانون او نظام راوړ، چې د ټول بشريت لپاره د نجات او د دنيا او اخرت د نېکمرغۍ وسيله شوه.
هغه زياته کړه: که افغانان د نبوي (صلى الله عليه وسلم) د مبارکو ارشاداتو سره سم په اتفاق او يووالي ژوند وکړي، په هېواد کې شته ناخوالې به ټولې يو په بل پسې له منځه لاړې شي.
د غونډې بل ويناوال د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي رئيس پوهاند دوکتور اسرارالحى منيب ؤ، چې د کنفرانس د اړتيا، ارزښت او موخو په اړه يې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
ورپسې د شرعياتو د پوهنځي استادانو پوهاند دوکتور برکت الله تائب د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) په دعوت کې حکمت، پوهندوى نعمت الله مدني د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د غزواتو اهداف او پوهنيار احسان الله ناصح د مسلمان په ژوند کې د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د پېژندنې اړتيا تر سرليکونو لاندې علمي مقالې او پريزنټيشنونه وړاندې کړل او د برخوالو پوښتنو ته يې ځوابونه وويل.
په پاى کې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي د کنفرانس ارزونه وکړه او ياد کنفرانس يې د پوهنتون د محصلينو لپاره د معلوماتو د پراختيا او د خپلو ديني شعايرو سره د بلدتيا په برخه کې ارزښتمن وباله.