ننګرهار پوهنتون کې د کرکټ سيالۍ د کمپيوټر ساينس پوهنځي په بريا پاى ته ورسېدې

13 لیندۍ, 1396

ننګرهار پوهنتون کې د کرکټ سيالۍ د کمپيوټر ساينس پوهنځي په بريا پاى ته ورسېدې
د کرکټ سياليو نوموړى ټورنمنټ د پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمريت له خوا ددې پوهنتون د ديارلسګونو پوهنځيو د لوبډلو ترمنځ د تلې په ٢٦مه پيل شوى و.
د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمر محمد نسيم کاکړ وويل: د کرکټ په يادو سياليو کې د پوهنتون د ديارلسو پوهنځيو لوبډلو برخه لرله چې په پاى کې د کمپيوټر ساينس او ادبياتو پوهنځيو لوبډلې پايلوبې ته ووتلې او پايلوبه د کمپيوټر ساينس پوهنځي په بري سرته ورسېده.
د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل نعيم جان سروري د پايلوبې د مراسمو پر مهال ددغه ډول سياليو پر دوام ټينګار وکړ او دا يې د محصلانو په فزيکي او ذهني وده کې اغېزمنې وبللې.
د مراسمو په پاى کې ګټونکې ډله او د ټورنمينټ غوره لوبغاړي په ډاليو ونازول شول. 
د يادونې وړ ده، چې د پايلوبې مراسمو کې د ژبو او ادبياتو او کمپيوټر ساينس پوهنځيو رئيسانو او يو شمېر استادانو هم برخه لرله.