ننګرهار پوهنتون کې د کرونا ویروسي ناروغۍ په اړه یو ورځنی علمي سیمینار ترسره شو

08 فبروري, 2020

په یاد سیمینار کې، چې ددې پوهنتون د طب پوهنځي په نوښت د پوهنتون د غونډو په تالار کې جوړ شوی ؤ، د کرونا د وژونکې ناروغۍ د پېژندنې، کلینیکي اعراضو او علایمو، درملنې او د مخنيوي پر لارو چارو بحث او خبرې اترې وشوې.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د پرانیستې وینا پر مهال د سیمینار د موخو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
نوموړي وویل: د نړیوالې روغتیایي ادارې له راپور سره سم د کرونا ویروسي ناروغي اوس مهال په یوې نړیوالې ستونزې بدله شوې، ۴۹۱ تنه یې وژلي، ۲۴۵۰۰ تنه پرې منتن شوي، تر ۲۴ زیاتو هېوادونو ته يې سرایت کړی او د ۵۰۰ میلیونو زیات خلک یې په خپلو کورونو کې قرنطین کړي دي.
هغه زیاته کړه: دا چې نوموړې ناروغي د افغانستان په ګاونډ کې ده، نو د ممکنه خطر د مخنیوي په خاطر ننګرهار پوهنتون خپل اکاډمیک مسؤلیت او رسالت ګڼي، چې هېوادوال د یادې ناروغۍ او د هغې د مخنیوي د لارو چارو څخه خبر کړي.
د پوهنتون رئیس د طب پوهنځي له مشرتابه او استادانو مننه وکړه، چې نوموړی علمي سیمینار یې دایر کړ او په راتلونکې کې یې د ورته نورو علمي پروګرامونو د جوړېدو سپارښتنه وکړه.
د سیمینار په دویمه برخه کې د طب پوهنځي استاد پوهنیار شاه آغا صالحي د ویروس د پېژندنې او مایکرو بیالوژۍ، پوهاند ډاکتر سیف الله هادي د ناروغۍ کلینیکي اعراض، علایم، تشخيص او درملنې او پوهنمل محمد ابراهیم شېرزي د مخنیوي د لارو چارو په اړه ترتیب کړي پریزنټيشنونه د سیمینار ګډونوالو ته وړاندې کړل.
د سیمینار په پای کې ازاد بحث وشو او استادانو د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل.