ننګرهار پوهنتون کې د کاروبار ادارې کميونټي کالج پروګرام د لومړۍ دورې پرانيسته وشوه

26 فبروري, 2018

 

ننګرهار پوهنتون کې د کاروبار ادارې کميونټي کالج پروګرام د لومړۍ دورې پرانيسته وشوه
د پوهنتون د مسؤلينو په وينا، نوموړى پروګرام د پوهنتونونو د ملاتړ او بشري ځواک پرمختګ پروګرام (USWDP) په مالي او د امريکا د مساچوستس پوهنتون په تخنيکي مرسته په ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي کې رامنځته شو.
په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل د پرانيستې وينا پر مهال وويل: ((د خوښۍ ځاى دى چې نن ورځ په ننګرهار پوهنتون کې د يوه بل علمي پروګرام د پرانيستې شاهدان يو او دا علمي پروګرام د کاروبار ادارې کميونټي کالج پروګرام دى چې له کابل وروسته په ننګرهار پوهنتون کې رامنځته کېږي.))
نوموړي وويل: د افغانستان د کاروبار په بازار کې د منځنۍ کچې تخنيکي، مسلکي او مديريتي کادرونو ته زياته اړتيا ليدل کېږي چې اوس مهال ياده تشه بهرنيو وګړو ډکه کړې ده؛ چې ددې او ورته نورو علمي پروګرامونو پر مټ به زمونږ ځوانان د ادارې او کاروبار په برخه کې په تخنيکي او مسلکي زده کړو سمبال شي او ياده اړتيا او نيمګړتيا به پوره کړي.
هغه زياته کړه: د کاروبار ادارې کميونټي کالج پروګرام په لومړۍ دوره کې به ٣٢ تنه محصلان چې ٨ تنه يې نجوني دي، د دوه نيمو کلونو په ترڅ کې په اړونده برخه کې وروزل شي.
د پوهنتون رئيس د پوهنتونونو د ملاتړ او بشري ځواک پرمختګ پروګرام (USWDP) له مشرتابه او د سيمه ييز دفتر له مسؤلينو مننه وکړه چې ددغه ډول علمي برنامو په رامنځته کولو او همغږي کولو کې يې له ننګرهار پوهنتون سره مرسته وکړه.
د ننګرهار ولايت مرستيال والي او مستوفي عبدالله رقيبي هم د خپلې وينا پر مهال په ننګرهار پوهنتون کې د کميونټي کالج رامنځته کېدل مثبت ګام او نوښت وباله او هيله يې څرګنده کړه چې د ياد علمي مرکز په رامنځته کېدو سره به د بازار له تقاضا سره سم مسلکي کادرونه وروزل شي.
د پوهنتونونو د ملاتړ او بشري ځواک پرمختګ پروګرام (USWDP) مرستيال ډاکتر حبيب الله وجدي او د سوداګرۍ خونې استازى ډاکتر نجيب الله صاحبزاده د غونډې نور ويناوال وو، چې دواړو په خپل وار د کميونټي کالج پروګرام پر محتوا او څرنګوالي خبرې وکړې او په اړونده برخه کې يې د پوهنتون ادارې ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د غونډې په پاى کې د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل، د اقتصاد پوهنځي رئيس پوهنوال محمد زبير نورمل او د نوموړي پوهنځي مرستيال پوهنيار الهام ساپى د پوهنتونونو د ملاتړ او بشري ځواک پرمختګ پروګرام ادارې له خوا په ستاينليکونو ووياړل شول. 
منبع: د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت