ننګرهار پوهنتون کې د چیوننګ تحصیلي بورسونو په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

12 فبروري, 2020

په نوموړې غونډه کې، چې په افغانستان کې د چیوننګ فارغانو شبکې په مرسته جوړه شوې وه، د پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو سلګونو محصلینو ته په کې د انګلستان هېواد د تحصیلي بورسونو او سکالرشیپونو په اړه معلومات ورکړل شول.
غونډې ته د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید اکرم هاشمي په افغانستان کې د چیوننګ فارغانو شبکې له مسؤلینو مننه وکړه، چې د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته یې د یادو تحصیلي بورسونو په اړه د عامه پوهاوي غونډه جوړه کړه.
ښاغلي هاشمي محصلین وهڅول، چې له دې زرینې موقع ګټه پورته کړي او د لارښوونو په نظر کې نیولو سره نوموړو بورسونو ته اپلی وکړي.
د غونډې په دویمه برخه کې په افغانستان کې د چیوننګ فارغانو شبکې مشر شعیب احمد رحیم او د مثبت بدلون ټولنې مشر استاد عبدالبصیر سباوون د نړیوالو بورسونو او د یادې ټولنې بل غړي سید محمد شینواري د چیوننګ تحصیلي بورسونو او سکالرشیپونو څخه د ګټې اخیستنې د تخنیکي لارو چارو په اړه ګډونوالو محصلینو ته معلومات ورکړل او د هغوی پوښتنې یې ځواب کړې.