ننګرهار پوهنتون کې د چابهار سوداګريز بندر د ارزښت ارزونې علمي سيمينار جوړ شو

05 جولای, 2019

په نوموړي يو ورځني علمي سيمينار کې، چې د هېواد د خپلواکې سلمې کاليزې په وياړ د دې پوهنتون د اقتصاد پوهنځي له خوا جوړ شوى ؤ، د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه او استادانو سربېره پکې د خصوصي پوهنتونونو مسؤلينو، سوداګرو، مدني فعالانو او په ننګرهار کې د پاکستان او ايران قونسلګريو استازو او ديپلوماتانو برخه لرله.
د سيمينار د پرانيستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم د چابهار بندر په اقتصادي ارزښت خبرې وکړې او نړيوالو اوبو ته د افغانستان لاره موندل يې د حکومت ستره لاسته راوړنه وبلله.
نوموړي زياته کړه: په هېواد کې د شته ناخوالو يو عمده لامل اقتصادي ضعف او کمزوري ده، چې د چابهار بندر لار، لاجوردو لار او نورې سترې ملي، سيمه ييزې او نړيوالې اقتصادي پروژې مونږ له روان بحران او ناوړه حالت ژغورلاى شي.
ورپسې د اقتصاد پوهنځي استاذانو پوهنوال حمدالله نظامي د چابهار بندر پېژندنې، پوهاند محمد بشير دوديال د چابهار بندر او د نن ورځې اقتصادي او منطقوي مسايلو، پوهنيار سردار نعيم حکيم زوى افغانستان ته د چابهار بندر اقتصادي ارزښت او پوهنيار محمد صادق رهنما د چابهار بندر پر وړاندې د شته خنډونو او فرصتونو په اړه خپل ترتيب کړي پريزنټيشنونه وړاندې کړل او د برخوالو پوښتنې يې ځواب کړې.
په ننګرهار کې د پاکستان اسلامي جمهوريت جنرال قونسل عابدالله ددغه ډول سيمينارونو او غونډو جوړول ګټور ګام وباله او دا چاره يې په سيمه کې د اقتصادي پرمختګ او يووالي په اړه د ولسونو د ذهنونو روښانه کولو تر ټولو ښه لاره وګڼله.
د سيمينار د پاى ويناوال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال ؤ، چې سيمينار يې مثبت ارزيابي کړ او په راتلونکې کې يې ددغه ډول نورو علمي پروګرامونو د جوړېدو ژمنه وکړه.