ننګرهار پوهنتون کې د ١٣٩٦/٩٧ کال کانکور ازموينې د اخيستنې بهير پيل شو

15 جولای, 2018

ننګرهار پوهنتون کې د ١٣٩٦/٩٧ کال کانکور ازموينې د اخيستنې بهير پيل شو
ياده ازموينه چې درې ورځې به دوام وکړي، په ترڅ کې به يې د ننګرهار ولايت د دولسمو او څوارلسمو ټولګيو له خواوشا اوولس زره تنو فارغانو ازموينه واخيستل شي.
په هغه پرانيستونکې غونډه کې چې له همدې امله د پوهنتون د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د پوهنتون د مسوولينو او استاذانو سربېره پکې د ننګرهار والي حيات الله (حيات)، د ولايتي ادارې يو شمېر مسؤلينو او د لوړو زده کړو وزارت څخه د کانکور راغلي پلاوي برخه درلوده.
غونډه د ننګرهار پوهنتون د رئيس پوهنوال ببرک مياخېل په پرانيستونکې وينا پيل شوه؛ نوموړي وويل: د کانکور نننۍ ازموينه چې درې ورځې به دوام وکړي، د ننګرهار ولايت د دولسمو او څوارلسمو ټولګيو له (١٦٥٢٨) تنو فارغانو څخه به پکې ازموينه واخيستل شي، چې له دې ډلې (٢٠٨٣) تنه يې نجونې دي.
پوهنوال مياخېل وويل: د کانکور ازموينه په شپږو حوزو کې د لوړو زده کړو وزارت څخه د راغلي يوسلوپنځوس کسيز پلاوي او د پوهنتون د نږدې سلو تنو استاذانو لخوا اخيستل کېږي.
هغه زياته کړه: د کانکور ازموينې د شفافې او رڼې اخيستنې لپاره يې د کانکور چمتووالي کمېټه جوړه کړې، چې د ننګرهار پوهنتون د يو شمېر استادانو او مسؤلينو سربېره پکې د وزارت څخه د راغلي پلاوي او ولايتي ادارې استازي ګډون لري. 
نوموړى وايي: ((هيچاته به ددې اجازه ورنکړو، چې د کانکور په ملي پروسه کې لاسوهنه وکړي او په ګډوډولو سره يې د پوهنتون نوم بد کړي.))
د پوهنتون رئيس له ولايت مقام او امنيتي ارګانونو څخه مننه وکړه چې د کانکور پروسې په تنظيم او امنيت کې يې د پوهنتون له ادارې سره مرسته کړې او لاهم په دې برخه کې هلې ځلې کوي.
د غونډې دويم ويناوال ننګرهار والي ښاغلى حيات الله حيات ؤ؛ نوموړي د خپلو خبرو پر مهال په شفافه توګه د کانکور ازموينې په اخيستنې تاکيد وکړ.
نوموړي راغلي پلاوي او دغه راز د پوهنتون استادانو ته سپارښتنه وکړه، چې د کانکور ګډونوالو ځوانانو ته دې د ازموينې په اړه په ښه توګه لارښوونه وکړي او ازموينه دې د علمي نورمونو او اصولو سره سمه واخيستل شي.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت څخه د راغلي پلاوي مشر پوهنمل ډاکتر سيد روضت الله مجيد خبرې وکړې او د غونډې ګډونوالو ته يې ډاډ ورکړ، چې د ننګرهار پوهنتون له استاذانو سره په ګډه به د ازموينې په شفافې اخيستنه کې هلې ځلې وکړي.
د غونډې په پاى کې د ټولو ګډونوالو په حضور کې د پوښتنپاڼو د بکسونو قلفونه خلاص او رسماً ازموينه پيل شوه، چې د غونډې يو شمېر ګډونوالو مېلمنو د ننګرهار پوهنتون د رئيس په ملتيا د ازموينې له صحنې څخه ليدنه هم وکړه.
د يادونې وړ ده، چې د کانکور ازموينې بهير به راتلونکې دوه ورځې (پنجشنبه او جمعه) چې د روانې مياشتې له (٢١/٢٢) نېټې سره سمون خوري، نور هم دوام وکړي.