ننګرهار پوهنتون کې د نهايي سمستر ازموينې پيل شوې

12 جون, 2019

د پوهنتون د مسؤلينو په وينا، په ياده ازموينه کې چې درې اوونۍ به دوام وکړي، ددې پوهنتون نږدې څوارلس زره تنه محصلين ګډون لري.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال او د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي د بېلابېلو پوهنځيو د ازموينې بهير څخه ليدنه وکړه.
ښاغلي کډوال وويل: په دې ازموينه کې د ماسترۍ او شپې پوهنځيو په ګډون د ننګرهار پوهنتون د ١٣ پوهنځيو نږدې څوارلس زره تنه محصلان برخه لري، چې له دې ډلې خواوشا دوه زره تنه يې نجونې دي.
هغه زياته کړه: د ازموينې د ښې او رڼې اخيستنې په موخه يې د پوهنتون په کچه د پوهاند احمد ګل واثق په مشرۍ ١٣ کسيزه کمېټه ټاکلې، چې د ازموينې پورې اړوندې چارې تنظيموي او ستونزو ته رسيده ګي کوي.
د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي د سمستر د محرومو محصلينو په اړه وويل: د محصلانو په منځ کې ٢٨١ تنه دايمي او مؤقت محروم دي، چې حاضري يې نده پوره کړې او په ازموينه کې برخه نشي اخيستلى. 
د پوهنتون رهبرۍ د صحنې څخه د ليدنې پر مهال د ازموينې د رڼې او شفافې اخيستنې په موخه استادانو او مسؤلينو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې هم وکړې.