ننګرهار پوهنتون کې د موبايل له لارې د کاري مهارتونو د زده کړې پروګرام پرانيسته وشوه

03 لړم, 1396

ننګرهار پوهنتون کې د موبايل له لارې د کاري مهارتونو د زده کړې پروګرام پرانيسته وشوه
د پوهنتون د مسئولينو په وينا، نوموړى پروګرام د پوهنتونونو د ملاتړ او بشري ځواک پرمختګ مرکز په تخنيکي مرسته پيل شو چې له امله به يې محصلان د موبايل تليفون له لارې بېلابېل کاري مهارتونه زده کړي.
غونډې ته د وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل د پوهنتونونو د ملاتړ او بشري ځواک پرمختګ پروګرام له ادارې مننه وکړه چې د MBA، کمونيټي کالج او ګڼو نورو علمي پروګرامونو او نوښتونو په لړ کې يې دا وار يو بل نوښت وکړ او ننګرهار پوهنتون ته يې يو بل علمي او تخنيکي پروګرام راوړ.
هغه زياته کړه: د موبايل له لارې د کاري مهارتونو د زده کړې پروګرام له لارې به د پوهنتون محصلانو ته په موبايل تليفونونو کې يو اپلکېشن فعالېږي چې د هغې له لارې به ګڼ مهارتونه لکه په انلاين ډول د دندې لټون، CV جوړول، د کاري محاسبې مهارتونه، اغېزمنې اړيکې او مفاهمه، مکتوب ليکل، برېښناليک جوړول، راپور ليکل، د خصوصي کاروبار په اړه معلومات، د وخت مديريت او نور زده کړي.
ښاغلي مياخېل بې کاري هېواد شموله ستونزه ياده کړه، خو په وينا يې چې د محصل ښه روزنه او په معياري زده کړو سمبالول ددې لامل ګرځي چې وزګار پاتې نشي او په بازار کې ځانته کار او دنده پيدا کړي.
ورپسې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل نعيم جان سروري او د پوهنتون د کار موندنې مرکز مشر عبدالمنير رحمانزي د موبايل له لارې د کاري مهارتونو د زده کړې پروګرام په اړه د غونډې برخوالو ته معلومات ورکړل او له محصلانو يې غوښتنه وکړه چې له نوموړي فرصت په ښه توګه ګټه واخلي.