ننګرهار پوهنتون کې د ملکي خدمتونو کارکوونکو کانکور ازموينې بهير پيل شو

17 سلواغه, 1396

ننګرهار پوهنتون کې د ملکي خدمتونو کارکوونکو کانکور ازموينې بهير پيل شو
د پوهنتون د مسؤلينو په وينا، ياده ازموينه چې درې ورځې به دوام وکړي، په ترڅ کې به يې د ننګرهار ولايت خواوشا (١٥٠٠) بستونو ته له نږدې (١٦٠٠٠) تنو ازموينه واخيستل شي.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل د ازموينې د پرانيستې پر مهال وويل: د کانکور په نننۍ ازموينه کې چې درې ورځې به دوام وکړي، څه دپاسه شپاړس زره تنه ګډون لري، چې درې زره تنه يې ښځينه کانديدانې دي.
نوموړي وويل: له ذکر شويو کانديدانو د ننګرهار ولايت د بېلابېلو ادارو او دارالمعلمينونو (١٥٠٠) بستونو ته ازموينه اخيستل کېږي.
د پوهنتون د رئيس په وينا، د ازموينې د رڼې اخيستنې په موخه د لوړو زده کړو وزارت د کانکور له کمېټې سل کسيز پلاوى راغلى، چې د ننګرهار پوهنتون استادان يې هم ملتيا کوي.
سلاکار وزير او د ننګرهار والي محمدګلاب منګل په داسې حال کې چې د ولايتي شورا استازي اسرارالله مراد يې ملتيا کوله، د ازموينې بهير څخه د ليدنې پر مهال د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي او د پوهنتون استادانو ته سپارښتنه وکړه، چې په ازموينه کې چاته د مداخلې اجازه ورنکړي او په شفافې او رڼې اخيستنې سره حق حقدار ته وسپاري.
د هغو کسانو په اړه چې بستونو ته يې نوم ليکنه کړې او کارتونه يې راغلي نه دي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسون د تعيناتو بورد رئيس نجيب امين وويل: د يادو کسانو شکايتونو ته رسيده ګي کېږي او په راتلونکې کې به ترې ازموينه واخيستل شي.
نوموړي زياته کړه: (( د ټول هېواد په کچه اتلس زره خالي بستونه په نښه شوي، چې دوه سوه پنځه ويشت زره تنه ورته شارټ لېست شوي او په تدريجي توګه به ترې ازموينه واخيستل شي.))