ننګرهار پوهنتون کې د فولبرايټ سکالرشيپونو په اړه د عامه پوهاوي غونډه جوړه شوه

30 اکتوبر, 2018

نوموړې غونډه چې د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو ګڼو محصلانو پکې برخه لرله، د کابل مشوره ورکولو تعليمي مرکز (KEAC) په نوښت جوړه شوې وه.
د کابل مشوره ورکولو تعليمي مرکز (KEAC) سلاکار خالد کرياب د يوه ترتيب شوي پريزنټيشن په ترڅ کې ياد پروګرام د غونډې برخوالو ته تشريح او هغې ته يې د لار موندنې پر لارو چارو بحث کړ.
نوموړي وويل: په افغانستان کې هر کال خواوشا (٢٠٠٠) تنه فولبرايټ سکالرشيپونو ته نوم ليکنه کوي، چې له دې ډلې (٧٠) تنه يې د ماسترۍ سکالرشيپونو ته جذبېږي.
هغه زياته کړه: ((فولبرايټ رڼه او شفافه پروسه لري، چې محصلان ورته يوازې د وړتيا له مخې لار پيدا کوي.))
د غونډې په پاى کې د موضوع په اړه د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه هم وويل شول.