ننګرهار پوهنتون کې د علمي پروګرامونو بياکتنې غونډه وشوه

15 لړم, 1397

 

ننګرهار پوهنتون کې د علمي پروګرامونو بياکتنې غونډه وشوه
په ياده غونډه کې د پوهنتون د مشرتابه سربېره د بېلابېلو پوهنځيو د (٧٧) څانګو او ديپارتمنتونو آمرينو برخه لرله.
غونډې ته د وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل د علمي پروګرامونو بياکتنې پروسې پر اړتيا او ارزښت خبرې وکړې.
نوموړي وويل: د لوړو زده کړو وزارت مقام غواړي، چې څه ډول د پوهنتونونو علمي پروګرامونه د سيمي او نړۍ له معيار او غوښتنو سره برابر کړي؛ په همدې موخه يې د علمي پروګرامونو بياکتنې پروسه رامنځته کړه.
د پوهنتون رئيس هيله څرګنده کړه، چې ياده چاره به د پوهنتون او په ټوله کې د لوړو زده کړو بهير په پرمختګ او پياوړي کېدو کې رغنده رول ولوبوي.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهاند ډاکتر ناصر خان کامه وال د پوهنتون په علمي او اکاډميک پرمختګ کې د څانګو د آمرينو پر رول او د پوهنتون په کچه يې د هغوى د شورا جوړېدو په اړه خبرې وکړې.
هغه وويل: د څانګو د آمرينو شورا به مياشتنۍ غونډې ولري او د پوهنتون په کچه به د علمي پروګرامونو ارزونه او د ښه والي لپاره به يې مشورې کوي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د ننګرهار پوهنتون د کيفيت تضمين د داخلي واحد مسؤل پوهنيار لطيف الله غفوري د علمي پروګرامونو بياکتنې پر پروسيجر او د کرنې پوهنځي رئيس پوهندوى سيداجان عتيق عبدياني په سيستماتيک ډول د څانګو د راپور ورکولو په اړه ترتيب شوي پريزنټيشنونه د غونډې برخوالو ته وړاندې کړل.