ننګرهار پوهنتون کې د سولې ملي کنفرانس ترسره شو

14 دسمبر, 2018

 

ننګرهار پوهنتون کې د سولې ملي کنفرانس ترسره شو
د مسؤلينو په وينا، په نوموړي يو ورځني کنفرانس کې چې د ننګرهار پوهنتون سولې مرکز په نوښت جوړ شوى و، د سولې پر علمي او ټولنيز اړخ بحث او خبرې اترې وشوې.
د کنفرانس د پرانيستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل وويل: د سولې راتګ يوازې په جګړه کې د ښکېلو ډلو پورې محدودول ندي په کار، بلکې داسې ډېرې نورې لارې چارې شته، چې بحث پرې وشي.
نوموړي زياته کړه: ننګرهار پوهنتون هوډ کړى، چې په علمي او اکاډميک ډول د سولې لپاره کار وکړي او په دې برخه کې ګڼې لاسته راوړنې هم لري.
ښاغلي مياخېل وويل: ((هغه سوله چې په دې کنفرانس کې به پرې بحث وشي او په ټوله کې ننګرهار پوهنتون يې په اړه فعاليت کوي، هغه سياسي سوله نه، بلکې د سولې علمي، تحقيقي او ټولنيز اړخ دى.))
د غونډې دويم ويناوال د ننګرهار پوهنتون سولې مرکز مشر او ددې پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنمل نعيم جان سروري ؤ. نوموړي د خپلو خبرو پر مهال د کنفرانس د موخو او د سولې مرکز پر فعاليتونو رڼا واچوله.
هغه وويل: د سولې په اړه په ملي او سيمه ييزه کچه د غونډو، ورکشاپونو او سيمينارونو جوړول، مصيبت ځپلو ته د مرستو راټولول، د وينې ورکړې کمپاينونه، علمي تحقيقات او ريسرچونه، د لوبو ټورنمنټونه، د يو شمېر ملي او نړيوالو ورځو نمانځه، د علمي مجلو، خپرونو او کتابونو چاپ، ملي او نړيوال علمي سفرونه او ګڼ نور فعاليتونه هغه څه دي، چې د ننګرهار پوهنتون سولې مرکز استادانو او محصلانو ترسره کړي دي.
ورپسې د ننګرهار پوهنتون سولې مرکز غړو محصلينو د سولې په اړه خپلې ترسره شوې څېړنې او تحقيقونه د غونډې له برخوالو سره شريک کړل.
د غونډې په پاى کې د ننګرهار د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئيس انجنير راحت ګل زيارمل خبرې وکړې او د ننګرهار پوهنتون سولې مرکز فعاليتونه يې وستايل.