ننګرهار پوهنتون کې د خزاني سمستر ازموينې پيل شوې

10 مرغومی, 1396

ننګرهار پوهنتون کې د خزاني سمستر ازموينې پيل شوې
د پوهنتون د مسوولينو پر وينا، په ياده ازموينه کې چې درې اوونۍ به دوام وکړي، ددې پوهنتون څه دپاسه څوارلس زره تنه محصلان ګډون لري.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل په داسې حال کې چې د محصلانو چارو، علمي چارو او او اداري چارو مرستيالانو يې ملتيا کوله، د ازموينې بهير څخه د ليدنې پر مهال رسنيو ته وويل: په دې ازموينه کې د دوکتورا، ماسترۍ او شپې پوهنځيو په ګډون د ننګرهار پوهنتون د ١٣ پوهنځيو ١٤٢٥٠ تنه محصلان برخه لري، چې له دې ډلې خواوشا دولس سوه تنه يې نجونې دي.
نوموړي زياته کړه: د ازموينې د ښې او رڼې اخيستنې په موخه يې د پوهنتون په کچه يوه ١٣ کسيزه کمېټه ټاکلې، چې د ازموينې پورې اړوندې چارې تنظيموي او ستونزو ته رسيده ګي کوي.
د پوهنتون رئيس د صحنې څخه د ليدنې پر مهال د ازموينې د رڼې او شفافې اخيستنې په موخه استادانو او مسوولينو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.