ننګرهار پوهنتون کې (د بې کارۍ او کډوالۍ ريښې او لاملونه) تر سرليک لاندې مناظره ترسره شوه

21 اپرېل, 2019

په نوموړې غونډه کې، چې د شمشاد تلويزون په نوښت جوړه شوې وه، د بې کارۍ او کډوالۍ پر لاملونو، ستونزو او د هغې د حل لارو په اړه بحث ترسره شو.
په ياده مناظره يي غونډه کې د ننګرهار پوهنتون د رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيداکرم هاشمي، د بېلابېلو پوهنځيو د استادانو او محصلانو سربېره قومي مشرانو او مدني فعالانو هم برخه لرله.
د بحث مېلمانه د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رئيس عبدالحکيم شېرزاد، د کډوالو چارو کارپوه ولي محمد کنډيوال، اقتصاد پوه تاج محمد تمکين او مدني فعال نقيب احمد اتل وو، چې ټولو په خپل وار د بې کارۍ او کډوالۍ پر لاملونو، ستونزو او د هغې د حل لارو په اړه بحث وکړ او د غونډې د ګډونوالو پوښتنو ته يې ځوابونه وويل.