ننګرهار پوهنتون کې د بشر حقونو نړيوالې اعلاميې د تصويب اويايمه کاليزه (د بشر حقونه او اداري فساد) تر سرليک لاندې يو ورځني کنفرانس په ترڅ کې ونمانځل شوه

20 لیندۍ, 1396

ننګرهار پوهنتون کې د بشر حقونو نړيوالې اعلاميې د تصويب اويايمه کاليزه (د بشر حقونه او اداري فساد) تر سرليک لاندې يو ورځني کنفرانس په ترڅ کې ونمانځل شوه.
نوموړې غونډه چې د ننګرهار پوهنتون او بشر حقونو خپلواک کمېسون د سيمه ييز دفتر له خوا د پوهنتون د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په ترڅ کې يې د بشر حقونو په اړه پر بېلابېلو موضوعاتو مقالې او ويناوې واورول شوې.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل د غونډې د پرانيستې ترڅنګ د اداري فساد د پېژندنې، ډولونو، لاملونو او د مخنيوي پر لارو چارو خپل ترتيب شوى پرېزنټېشن د غونډې برخوالو ته وړاندې کړ.
ښاغلي مياخېل د خپلو خبرو پر مهال وويل: اداري فساد هغه ستره ننګونه ده چې نننۍ انساني ټولنه ورسره لاس او ګرېوان ده؛ حکومتوالي يې له ګواښ سره مخ کړې، اقتصادي پرمختګ يې په ټپه درولى او په ټوله کې د ټولنې نظم يې ګډ وډ کړى دى.
د پوهنتون رئيس د ټولنې پر ټولو وګړو غږ وکړ چې په ګډه ددغې ناسور مخه ونيسي، که نه نو پايلې به يې ډېرې خطرناکې وي.
د غونډې بله ويناواله د بشر حقونو خپلواک کمېسون د ننګرهار د سيمه ييز دفتر مشرې صبرينې حميدي خبرې وکړې او د يادې ورځې د نمانځې پر ارزښت او موخو يې خبرې وکړې.
نوموړې وويل: ددغې ورځې له نمانځې يې موخه په ټولنه کې د ټولنيز عدالت تامين او له تبعيض پرته د ټولنې د ټولو اتباعو د حقونو تحقق او تامينېدل دي. 
ورپسې د ننګرهار پوهنتون استادانو پوهاند سيداحمد فاطمي او پوهنمل رفيع الله عطاء د بشر حقونو پېژندنه او پر بشر حقونو د اداري فساد اغېزې تر سرليک لاندې ترتيب شوي موضوعات د غونډې برخوالو ته وړاندې کړل.
د غونډې په پاى کې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو له خوا يو شمېر تمثيلي پارچې هم نندارې ته وړاندې شوې، چې د غونډې د ګډونوالو له خوا يې هرکلى وشو.