ننګرهار پوهنتون کې د انلاين کورسونو فرهنګ عامولو ورکشاپ پيل شو

01 کب, 1396

 

ننګرهار پوهنتون کې د انلاين کورسونو فرهنګ عامولو ورکشاپ پيل شو
د مسؤلينو په وينا، نوموړى ورکشاپ چې درې ورځې به دوام وکړي، په ترڅ کې به يې د پوهنتون د ١٣ پوهنځيو ٢٦ تنه استادان په اړونده برخه کې وروزل شي.
د ورکشاپ د پرانيستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهاند ډاکتر ناصرخان کامه وال وويل: ددغه ورکشاپ له جوړېدو څخه يې موخه په پوهنتون کې د انلاين کورسونو فرهنګ عامول او په اړونده برخه کې د استادانو روزل دي.
نوموړي زياته کړه: دا او دې ورته نور ورکشاپونه به ددې سبب شي چې ننګرهار پوهنتون په ملي او نړيواله کچه له يو شمېر پوهنتونونو او علمي مراکزو سره وتړل شي او د يو بل له تجاربو به په انلاين ډول ګټه پورته کړي.
د ننګرهار پوهنتون د کيفيت د تضمين او لوړولو کمېټې مشر پوهنيار لطيف الله غفوري چې د نوموړي ورکشاپ د تنظيم مسؤليت پر غاړه لري، وويل: تېره مياشت د لوړو زده کړو وزارت له لوري د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو ٥٤ تنه استادان د انلاين کورسونو فرهنګ عامولو په برخه کې وروزل شول او پرېکړه وشوه چې روزل شوي استادان به په خپلو پوهنتونونو کې ورته ورکشاپونه دايروي، چې دغه درې ورځنى ورکشاپ د هماغې لړۍ يوه برخه ده.
هغه وويل: د ورکشاپ غړي د ننګرهار پوهنتون د ١٣ پوهنځيو د برېښنايي زده کړو کمېټو مسؤلين او غړي دي چې د همدې پوهنتون د ٦ تنو روزونکو استادانو له خوا يې د تدريس چارې پر مخ وړل کېږي.
د ښاغلي غفوري په وينا، نوموړي استادان به له روزنې وروسته ورته ورکشاپونه په خپلو پوهنځيو کې هم جوړ کړي.