ننګرهار پوهنتون کې د اقليم بدلون نړيواله اوونۍ د يوې سترې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه

19 اکتوبر, 2019

ياده نمانځغونډه، چې د ننګرهار پوهنتون او چاپېريال ساتنې ادارې په نوښت او د ملګرو ملتونو د چاپېريال ساتنې ادارې (UNEP) په تخنيکي مرسته جوړه شوې وه، د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه، استادانو او محصلانو سربېره پکې د ولايتي ادارې مسؤلينو، د چاپېريال ساتنې د مرکزي ادارې پلاوي، په اړونده برخه کې د فعالو ادارو غړو، علماوو او قومي مشرانو برخه لرله.
د غونډې د پرانيستې او ښه راغلاست وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د اقليم د بدلون پر موضوع رڼا واچوله او د هغې څخه د پېښېدونکو ستونزو په اړه يې د غونډې برخوالو ته معلومات ورکړل.
نوموړي وويل: د اقليم بدلون نړيواله ستونزه ده او که وګړي يې د مخنيوي لپاره په فردي او ټوليز ډول لاس پکار نه شي، په ملي او نړيواله کچه ستر بشري ناورينونه رامنځته کولى شي.
پوهاند بهسودوال وويل: د خوښۍ ځاى دى، چې نن ورځ دا موضوع په ننګرهار پوهنتون او د هېواد په ټولو پوهنتونونو کې د ايکولوژي مضمون په چوکاټ کې تدريسېږي او د چاپېريال ساتنې په برخه کې زمونږ ځوانان په مسلکي توګه روزل کېږي.
د پوهنتون رئيس د چاپېريال ساتنې د ملي او ولايتي ادارې هڅې وستايلې او په اړونده برخه کې د دوى د ټولو پاليسيو د تطبيق په برخه کې يې د مرستې ډاډ ورکړ.
د ننګرهار ولايت مقام مرستيال تميم عارف مومند، د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د اقليم بدلون رئيس احمد صميم هوشمند، د ننګرهار د چاپېريال ساتنې رئيس پوهنمل امين الله يوسفزى او د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي رئيس پوهنوال سيداجان عتيق عبدياني د غونډې نور ويناوال وو، چې ټولو په وار سره د اقليم بدلون پر اغېزو، د مخنيوي پر لارو چارو او په ياده برخه کې د ټولنې د وګړو د دندو او مسؤليتونو په اړه ويناوې او لکچرونه واورول.