ننګرهار پوهنتون کې د اساسي قانون اوونۍ ونمانځل شوه

09 جنوري, 2019

ننګرهار پوهنتون کې د اساسي قانون اوونۍ ونمانځل شوه
ياده نمانځغونده ددې پوهنتون فرهنګي کمېټې او حقوقو او سياسي علومو پوهنځي په نوښت جوړه شوې وه، چې ويناوالو پکې د اساسي قانون په ارزښت، حاکميت او د تطبيق په مواردو بحث وکړ.
غونډې ته د پرانيستې وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي اساسي قانون هغه معتبر سند ياد کړ، چې د سيمې هېوادونو په کچه يې سارى نه ليدل کېږي.
نوموړي وويل: اساسي قانون زمونږ ملي وثيقه ده، تطبيق ته يې د ټولو نافذه قوانينو سره ژمن يو او له هېوادوالو مو هم تمه ده، چې د قانون په تطبيق کې به له نظام سره همکار او مرستندوى واوسي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې ( د اساسي قانون ارزښت او د قانون حاکميت) پر موضوع د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د رئيس او استاد پوهاند نقيب الله ثاقب، ( د افغانستان په اساسي قانون کې د سولې د تطبيق موارد) پر موضوع د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استاد او د پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي او د شرعياتو پوهنځي رئيس پوهاند سيد احمد فاطمي له خوا پريزنټيشنونه ورکړل شول.