ننګرهار پوهنتون کې د ارواښاد سرمحقق استاد عبدالله بختاني خدمتګار د فاتحې مراسم ترسره شول

01 مارچ, 2018

 

ننګرهار پوهنتون کې د ارواښاد سرمحقق استاد عبدالله بختاني خدمتګار د فاتحې مراسم ترسره شول
د فاتحې په مراسمو کې چې د پوهنتون ادارې په کوربتوب د مرکزي ليليې په جامع جومات کې ترسره شول، د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه، استادانو او محصلانو سربېره پکې په علمي چارو کې د ولسمشر سلاکار ډاکتر لعل پاچا ازمون، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار استاد محمد اصف صميم، د ولايتي ادارې يو شمېر رئيسانو، فرهنګيانو، د علم او ادب مينه والو او د استاد بختاني د کورنۍ غړو برخه لرله.
د مراسمو په وروستۍ برخه کې د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل د ارواښاد استاد بختاني خدمتګار په ژوند او فن رڼا واچوله او ادب او فرهنګ ته يې د نوموړي کړي خدمتونه بې ساري وبلل.
نوموړي وويل: استاد بختاني خپل ټول ژوند د ژبې او ادب خدمت ته وقف کړى و او په ياده برخه کې يې تر سلو زيات اثار وليکل.
ورپسې په علمي چارو کې د ولسمشر سلاکار او د کابل پوهنتون استاد پوهنوال ډاکتر لعل پاچا ازمون، پياوړي اديب او څېړونکي استاد محمد اصف صميم، پوهنمل استاد محمدقايم محمودي او شاعرې او ليکوالې صفيه صديقي د خپلو ويناوو پر مهال د استاد بختاني د ادبي هلو ځلو يادونه وکړه او د نوموړي مړينه يې د ادب لپاره ستره ضايعه وبلله.
ارواښاد استاد عبدالله بختانى خدمتګار د کب په پنځمه نېټه د ورپېښې ناروغۍ له امله په کابل کې د ٩٣ کلونو په عمر له دې فاني نړۍ د تل لپاره سترګې پټې کړې چې جنازه يې د جلال اباد ښار په شېرزي لوبغالي کې اداء او د سره رود ولسوالۍ بختان کلي کې په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.