ننګرهار پوهنتون کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمېټه جوړه شوه

10 جولای, 2019

نوموړې کمېټه د لوړو زده کړو وزارت په غوښتنه د پوهنتون د رهبرۍ له خوا رامنځته شوه، چې دنده يې د پوهنتون د اړوندو پوهنځيو او اداري شعباتو د چارو بررسي او ټولو قانوني او اداري تخلفاتو ته رسيده ګي کول دي.
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمېټه ١٢ تنه غړي لري، چې د پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستيال پوهنوال ډاکتر سيدضياءالحق بنوري د نوموړې کمېټې د مشر، پوهنيار انجنير محمدشاکر فاروقي مرستيال او پوهنوال محمد ناظر فيصل د کمېټې د منشي په توګه وټاکل شول.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم د کمېټې د غړو سره د ليدنې پر مهال وويل: د پوهنتون ادارې ته هيڅ قسمه فساد د منلو او زغم وړ نه دى او پر وړاندې يې مبارزه خپل کاري لومړيتوب ګڼي.
ښاغلي فهيم د کمېټې له غړو غوښتنه وکړه، چې د پوهنتون د ديارلس ګونو پوهنځيو، تدريسي روغتون، رغنيزو پروژو، اړوندو اداري امريتونو او شعباتو چارې د قوانينو او لوايحو په رڼا کې بررسي کړي او په جدي توګه د هر ډول تخلف او فساد مخه ونيسي.
د غونډې په پاى کې پرېکړه وشوه، چې د نوموړې کمېټې غړي به خپل کار د چهارشنبې په ورځ، چې د سرطان له ١٩ نېټې سره برابره ده، د پوهنتون له تدريسي روغتون څخه پيل کړي.