ننګرهار پوهنتون کې به ډېر ژر د چينايي ژبې څانګه پرانيستل شي

14 مارچ, 2019

د ژبو او ادبياتو پوهنځي کې د کابل پوهنتون د کنفوسيوس انستيتيوت په تخنيکي مرسته د چينايي ژبې پيل شوى يو کلن کورس به ډېر ژر د چينايي څانګې او ديپارتمنت بڼه غوره کړي.
يادې خبرې په کابل پوهنتون کې د کنفوسيوس انستيتيوت مشر لي هوينګ د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم سره د ليدنې پر مهال وکړې.
ښاغلي فهيم چين د افغانانو ځواکمن ګاونډى هېواد ياد کړ، چې د تاريخ په اوږدو کې يې ورسره علمي، کلتوري او سوداګريزې اړيکې لرلې دي، چې چينايي ژبې زده کړې کورس او په راتلونکې کې د چينايي ژبې ديپارتمنت به يادې اړيکې نورې هم پياوړې کړي.