ننګرهار پوهنتون کې٢٠ تنه محصلين د عملي حقوقي زده کړو په برخه کې وروزل شول

01 مې, 2019

د حقوقو او شرعياتو پوهنځيو ياد محصلين د پوهنتون د حقوقي کلينيک په ١٩ دوره کې له نهو مياشتو عملي زده کړو وروسته فارغ شول.
په همدې اړه جوړې شوې غونډه کې د ننګرهار پوهنتون رئيس، محصلانو چارو مرستيال، د ننګرهار استيناف محکمې مسؤلينو، د لوړو زده کړو وزارت د تضمين کيفيت کمېټې غړو، د افغانستان د نړيوال حقوقي بنياد استازو او د پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو رئيسانو، استادانو او محصلينو برخه لرله.
غونډې ته د وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم وويل: د خوښۍ ځاى دى، چې د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او شرعياتو پوهنځيو محصلينو ته د نظري زده کړو تر څنګ د عملي زده کړو زمينه هم برابره شوې ده.
هغه زياته کړه: د قانون د بهتر تطبيق لپاره اړينه ده، چې زمونږ کادرونه او فارغان د نظري زده کړو تر څنګ عملي زده کړې هم وکړي.
نوموړي وويل: همدې موخې ته د رسېدو په خاطر مو د ګڼو نورو ادارو تر څنګ د ننګرهار عدلي، قضايي او امنيتي ادارو سره تفاهمليکونه لاسليک کړل، چې له مخې به يې د حقوقو او شرعياتو پوهنځيو محصلين هلته عملي زده کړې کوي.
د غونډې په پاى کې د محصلينو له خوا تمثيلي محاکمه ترسره شوه او په فارغو ګډونوالو تصديقونه وويشل شول.