ننګرهار پوهنتون چاپېريال ساتنې کمېټې غونډه وکړه

08 فبروري, 2019

د غونډې پر مهال په پوهنتون کې د رغنيزو او چاپېريال ساتنې پر روانو چارو خبرې اترې وشوې.
په پيل کې د چاپېريال ساتنې کمېټې مشر پوهنمل ډاکتر عصمت الله دراني د کړيو فعاليتونو په اړه د کمېټې غړو ته معلومات ورکړل.
نوموړي وويل: د پوهنتون په اوله دروازه کې د ويالو، پياده رو او کټارو کار روان دى، د پوهنتون د نورو برخو سروې په بشپړېدو ده، چې هلته به هم ډېر ژر د بيا رغاونې کارونه پيل شي.
هغه زياته کړه: د پوهنتون په بېلابېلو برخو کې د درې زره زينتي نيالګيو کېنولو لپاره د ځاى برابرولو چارې په چټکۍ روانې دي، دغه راز د لارو- کوڅو د تنوير په موخه به ډېر ژر سل پايې څراغونه نصب شي.
د غونډې په پاى کې د کمېټې مالي راپور پوهنمل شامحمود افغان وړاندې کړ. نوموړي د مشرانو جرګې د مشر فضل هادي مسلميار د درې زره بوجۍ سيمنټو د مرستې ژمنې ترڅنګ کمېټې سره د شويو مرستو او ژمنو يادونه وکړه.