ننګرهار پوهنتون فرهنګي کمېټې خپله نوبتي غونډه وکړه

31 اکتوبر, 2018

ياده غونډه چې د پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيداکرم هاشمي په مشرۍ د اړيکو او مطبوعاتو په آمريت کې ترسره شوه، د پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو استازو پکې برخه لرله.
د غونډې په پيل کې د فرهنګي کمېټې مشر د ژورنالېزم او ټوليزو اړيکو پوهنځي استاد پوهيالي شريف الله وياند خپل ترتيب کړى پريزنټيشن، چې د نوموړې کمېټې پر عملياتي پلان راڅرخېده، د غونډې برخوالو ته وړاندې کړ، چې د هغوى له خوا تائيد او د اجرا په موخه د کمېټې غړو ته وسپارل شو.
نوموړي پلان چې د پوهنتون په کچه د علمي، فرهنګي او عامه پوهاوي غونډو جوړول، د پوهنتون بروشر او پېژندليک چاپول، استادانو او محصلانو ته د ځانګړو نښانونو جوړول، د پوهنتون پر لارو او سرکونو د لارښودو لوحو نصبول، د محصلانو شورا جوړول، د فارغو محصلانو ټولنې جوړول او ګڼ نور مسايل رانغاړل، د تطبيق په موخه يې اړين تصميمونه ونيول شول.