ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه

18 اپرېل, 2019

نوموړې شورا چې ددې پوهنتون د رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم په مشرۍ ترسره شوه، د غړو له خوا يې د پوهنتون په لاسته راوړنو، ستونزو او يو شمېر نورو داخلي مسايلو بحث وشو.
د غونډې پيل د ننګرهار پوهنتون د رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم په پرانيستونکې وينا وشو؛ نوموړي د خپلو خبرو پر مهال په علمي او رغنيزه برخه کې د پوهنتون په لاسته راوړنو، ستونزو او ننګونو رڼا واچوله.
د پوهنتون رئيس د پوهنځيو له رئيسانو، د څانګو له مسوولينو او استادانو غوښتنه وکړه، چې په علمي او تدريسي برخه کې د پوهنتون د پرمختګ او انکشاف لپاره لاس په کار شي.
د غونډې په جريان کې د پوهنتون د يو شمېر کمېټو پر ګزارشونو، د پوهنتون د ٢٥ تنو استادانو د ترفيع، تقرر او رتبې تثبيت کيسونو، د محصلانو پر عرايضو او يو شمېر نورو داخلي مسايلو بحث او خبرې اترې وشوې.
دا چې د اکاډميکو چارو د انسجام کمېتې پرته د لوړو زده کړو وزارت په نورو کمېټو کې ننګرهار پوهنتون تر دې دمه استازي نه لرل؛ د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم په غوښتنه او وړانديز د لوړو زده کړو وزارت مقام ننګرهار پوهنتون ته په ټولو کمېټو کې غړيتوب ورکړ، چې د علمي شورا په پاى کې د لوړو زده کړو وزارت د اکاډميکو چارو کمېټې ته پوهاند جانس زړن، فوق ليسانس برنامو کمېټې ته پوهنوال بشارت الله شينوارى، کريکولم کمېټې ته پوهنيار هجرت الله صافى، تضمين کيفيت کمېټې ته پوهنيار لطيف الله غفوري او د علمي تحقيقاتو کمېټې ته پوهنوال ډاکتر سيد ضياء الحق بنوري د رايو په يووالي د استازو په توګه وټاکل شول.