ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه

02 دسمبر, 2018

 

نوموړې شورا چې ددې پوهنتون د رئيس پوهنوال ببرک مياخېل په مشرۍ ترسره شوه، د غړو له خوا يې د پوهنتون په لاسته راوړنو، ستونزو او يو شمېر نورو داخلي مسايلو بحث وشو.
د غونډې پيل د ننګرهار پوهنتون د رئيس پوهنوال ببرک مياخېل په پرانيستونکې وينا وشو؛ نوموړي د خپلو خبرو پر مهال په علمي او رغنيزه برخه کې د پوهنتون په لاسته راوړنو، ستونزو او ننګونو رڼا واچوله.
د پوهنتون رئيس د پوهنځيو له رئيسانو، د څانګو له مسوولينو او استادانو غوښتنه وکړه، چې په علمي او تدريسي برخه کې د پوهنتون د پرمختګ او انکشاف لپاره لاس په کار شي.
د غونډې په جريان کې د محصلانو پر يو شمېر عرايضو او شکايتونو هم بحث وشو او اړوندو څانګو ته يې د ستونزو د حل سپارښتنه وشوه.
په پاى کې د پوهنتون د استادانو د ترفيعاتو يو شمېر کيسونو وڅېړل شول او د وروستيو کړنو په موخه اړوندو څانګو ته ولېږل شول.