ننګرهار پوهنتون سره د ٦٠٠ نيالګيو مرسته وشوه

13 مارچ, 2019

د نيالګيو ياده مرسته ددې پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د انګليسي څانګې يو تن فارغ محصل رفيع الدين صديقي له خوا شوې وه، چې د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم ته وسپارل شول. 
ننګرهار پوهنتون رئيس د ښاغلي صديقي د نېک احساس مننه وکړه او د چاپېريال ساتنې کمېټې مشر پوهنمل ډاکتر عصمت الله دراني ته يې د مرسته شويو بوټو په مناسبو ځايونو کې د کر سپارښتنه وکړه.