ننګرهار پوهنتون رئيس د کرنې پوهنځي محصلينو د تحقيقي پروژو څخه ليدنه وکړه

18 مارچ, 2019

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم په داسې حال کې، چې د علمي چارو مرستيال پوهندوى ډاکتر محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي او د پوهنتون رياست مقام سلاکار پوهاند ډاکتر ناصر خان کامه وال يې ملتيا کوله، د کرنې پوهنځي تحقيقي فارم ته لاړ او د ياد پوهنځي د استادانو او محصلينو له تحقيقي پروژو يې ليدنه وکړه.
د ليدنې پر مهال د کرنې پوهنځي رئيس پوهنوال سيدا جان عتيق عبدياني او د ياد پوهنځي نورو استادانو د خپلو څېړنيزو پروژو په اړه، چې د غنمو د حاصل خصوصيات او د توليد مقايسه، د غنمو پر کروندې د تبخير ضد موادو استعمال اغېزې، د شفتلې علوفې او د تخم پر کميت او کيفيت يې د قطع کولو اغېزې، د سيمې د اقليمي شرايطو سره د مختلفو کبلو توافق او نورو بېلابېلو موضوعاتو په اړه وې، د ننګرهار پوهنتون رئيس او ورسره پلاوي ته معلومات ورکړل.
د ننګرهار پوهنتون رئيس د يادو څېړنو په ترسراوي د خوښۍ څرګندونه وکړه او د کرنې پوهنځي له استادانو يې مننه وکړه، چې د تيورۍ ترڅنګ د محصلينو عملي زده کړو ته هم پاملرنه کوي.