ننګرهار پوهنتون د پولي تخنيک پوهنتون استادان تقدير کړل

16 مارچ, 2019

د ننګرهار پوهنتون مشرتابه د پولي تخنيک پوهنتون د جيولوجي او معدنونو اکتشاف انجنيري څانګې هغه استادان، چې د ننګرهار پوهنتون ساينس پوهنځي د جيولوجي او معدنونو اکتشاف انجنيري څانګې محصلينو سره يې د عملي زده کړو او پروژو دفاع په برخه کې مرسته کړې وه، د ستاينليکونو او ډاليو په ورکړې سره تقدير کړل.
په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي د پولي تخنيک پوهنتون له رهبرۍ او په ځانګړې توګه د جيولوجي او معدنونو اکتشاف انجنيري څانګې له استادانو مننه وکړه، چې د ننګرهار پوهنتون ساينس پوهنځي د يادې نوې رامنځته شوې څانګې د محصلينو په روزنه کې يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي او له هغوى يې د همکارۍ د دوام غوښتنه وکړه.
د پولي تخنيک پوهنتون د جيولوجي او معدنونو اکتشاف انجنيري څانګې آمر پوهاند نقيب الله سهاک د ننګرهار پوهنتون له ادارې مننه وکړه، چې د دوى هڅو ته يې درانه وکتل او ژمنه يې وکړه، چې په راتلونکې کې به هم خپله مرسته او همکاري د ننګرهار له پوهنتون سره جاري ساتي.