ننګرهار پوهنتون د همالیا پوهنتون سازمان بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ

16 لړم, 1396

ننګرهار پوهنتون د همالیا پوهنتون سازمان(Himalayan University Consortium) بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهنوال ډاکتر محمد ناصر کامه وال چې په نوموړي سازمان کې د غړيتوب ترلاسه کولو په موخه يې د چين هېواد ته سفر کړى ؤ، په دې اړه وويل: د هماليا پوهنتون سازمان په 2007 میلادي کال کې د چین هېواد د هغو پوهنتونو له خوا رامنځته شو چې د همالیا غرونو زون په سلسله کې واقع دي چې د چين، هندوستان، نیپال، پاکستان، بنګلادیش او بوتان هېوادونو ۴۵ پوهنتونونو د نوموړي سازمان بشپړ غړيتوب یا full membership او د امریکا متحده ایالاتو د Yale Himalalya انستیتوت، د استریا یا اطریش او بریتانیا هېوادونو ځینو پوهنتونونو associate membership درلود چې له نېکه مرغه د افغانستان څخه د ننګرهار، کابل او کندهار پوهنتونونو هم د دې سازمان غړیتوب ترلاسه کړ.
نوموړي وويل: د ياد سازمان پورې اړوند پوهنتونونه به په ځانګړې توګه د اوبو د زېرمو، غرونو، چاپېریال ساتنې، کرنې، مالدارۍ او اقتصادي مسایلو کې د ریسرچ او نورو علمي برنامو په ترسره کولو کې له یو بل سره مرسته کوي.
سربېره پر دې نوموړى سازمان د غړو پوهنتونونو د استادانو ظرفیت لوړونې لپاره سکالرشیپونو، لنډ مهالي کورسونه او د علمي ورکشاپونو لپاره ګرنټونه او هم د محصلانو لپاره د رخصتیو په جریان کې لنډمهاله علمي برنامې په نظر کې لري.
د علمي چارو مرستيال په نوموړي سازمان کې د ننګرهار پوهنتون غړيتوب لويه علمي لاسته راوړنه وبلله چې په وينا يې د پوهنتون د علمي غنا او پرمختګ سبب به وګرځي.