ننګرهار پوهنتون خپل ٤٨ تنه استادان چې له ماسترۍ او دوکتورا زده کړو راستانه شوي وو، د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل

27 وږی, 1397

 پوهنتون د مسؤلينو په وينا، ياد استادان د نړۍ په بېلابېلو معتبرو پوهنتونونو کې

له زده کړو وروسته هېواد ته راستانه شوي، چې له ډلې يې ٨ تنو دوکتورا او ٤٠ تنو د ماسترۍ ډګرۍ ترلاسه کړي دي.
په همدې موخه جوړه شوې ستاينغونډه کې، چې د وږي په ٢٤مه د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، ددې پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل، د علمي چارو مرستيال پوهاند ډاکتر ناصر خان کامه وال او د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي سربېره ددې پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو رئيسانو، استادانو او محصلانو برخه لرله.
غونډې ته د وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل وويل: ((د خوښۍ ځاى دى، چې نن ورځ د هغه چا په وياړ راټول شوي يو، چې له ګڼو علمي لاسته راوړنو سره هېواد ته راستانه شوي او هغه زمونږ وياړونه، زمونږ علمي کادرونه او استادان دي.))
ښاغلي مياخېل د نوموړو استادانو راتګ د علمي ارتقاء او په ټوله کې د پوهنتون د پرمختګ په برخه کې مهم ګام وباله او له راغلو استادانو سره يې د علمي څېړنو او تجاربو په تطبيق کې د هر اړخيزې مرستې ژمنه وکړه.
د غونډې دويم ويناوال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهاند ډاکتر ناصر خان کامه وال ؤ؛ نوموړي د خپلو خبرو پر مهال د راستنو شويو استادانو ستاينه او مننه وکړه، چې د دوکتورا او ماسترۍ تحصيلي سندونو په ترلاسه کولو سره يې د ننګرهار پوهنتون علمي بيز نور هم لوړ کړ.
پوهاند کامه وال راغلي استادان خپلو مسؤليتونو ته ځير کړل او غوښتنه يې ترې وکړه، چې له ترلاسه شويو تجاربو د پوهنتون په وده او پرمختګ کې اغېزمن کار واخلي.
ورپسې د کرنې پوهنځي رئيس پوهندوى سيداجان عتيق عبدياني خپل ترتيب شوى پريزنټيشن، چې د راغلو استادانو څخه د پوهنتون د تمې او توقعاتو تر سرليک لاندې و، د غونډې برخوالو ته وړاندې کړ.
د راستنو شويو استادانو په استازيتوب د کرنې پوهنځي استاد پوهندوى دوکتور محمد ګلاب عمري خبرې وکړې او د پوهنتون له ادارې او مشرتابه يې مننه وکړه، چې د دوى په وياړ يې غونډه جوړه کړه.
د غونډې په پاى کې راستانه شوي استادان په ستاينليکونو ووياړل شول.