قومي مشرانو او مخورو او د ننګرهار د ولايتي ادارې يو شمېر رئيسانو د بېلابېلو کتنو په ترڅ کې له ننګرهار پوهنتون رئيس سره وليدل

12 جنوري, 2019

د کتنې پر مهال راغلو مشرانو او مسؤلينو د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم ته د نوې دندې مبارکي وويله او نوموړي ته يې د پوهنتون په چارو کې د برياليتوب تر څنګ د هر اړخيزې مرستې او ملاتړ ډاډ ورکړ.
ښاغلي فهيم له راغلو مشرانو او مسؤلينو څخه د مننې ترڅنګ وويل: چوکۍ او منصب امتياز نه، بلکې ستر مسؤليت دى او ددې مسؤليت په اداينه او ښه تر سراوي کې ستاسې درنو مرستې او مشورو ته اړتيا ده.
نوموړي زياته کړه، چې د ولس چوپړ او خدمت خپل لومړيتوب ګڼي او په دې لاره کې به د هيڅ ډول ستړيا احساس ونکړي.