د کوچيانو قومي مشرانو او مخورو له ننګرهار پوهنتون رئيس سره وليدل

08 جنوري, 2019

د کوچيانو قومي مشرانو او مخورو له ننګرهار پوهنتون رئيس سره وليدل
د کوچيانو قوم يو شمېر مشرانو او مخورو د لوګر ولايتي شورا رئيس ډاکتر عبدالولي په مشرۍ له ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم سره وليدل.
د ليدنې پر مهال راغلو مشرانو د ننګرهار پوهنتون رئيس ته د نوې دندې مبارکي وويله او د پوهنتون د ودې او انکشاف په برخه کې يې نوموړي ته د مرستې او ملاتړ ډاډ ورکړ. دغه راز د لوګر ولايتي شورا رئيس خپل د يوې مياشتې معاش هم ددې پوهنتون چاپېريال ساتنې کمېټې ته د مرستې په توګه وسپاره.
د ننګرهار پوهنتون رئيس له راغلو مشرانو مننه وکړه، چې ننګرهار پوهنتون ته راغلل او د خپل معاش په ورکړې يې له اکاډميکو بنسټونو سره خپله مينه په زبات ورسوله.
نوموړي وويل: (( ننګرهار پوهنتون د ټولو افغانانو ګډ کور دى او ددې کور په علمي او رغنيز پرمختګ کې بايد ورونه قومونه په ګډه برخه واخلي.))