د کونړ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون نوى رئيس او علمي مرستيال ددې پوهنتون منسوبينو ته ور وپېژندل شول

11 جولای, 2019

د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد پوهندوى دوکتور محمدګلاب عمري د کونړ د سيدجمال الدين افغاني پوهنتون د نوي رئيس او پوهنمل ميرويس ستانکزى د ياد پوهنتون د علمي مرستيال په توګه د يوې غونډې په ترڅ کې د ننګرهار پوهنتون د رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم او د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو رئيس پوهنوال محمد امير کامه وال له خوا رسماً د کونړ ولايت مسؤلينو او د پوهنتون منسوبينو ته ور وپېژندل شول.
نوموړې غونډه، چې نن ورځ (سه شنبه – د سرطان په ١٨مه نېټه) د کونړ ولايت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د استادانو او منسوبينو سربېره پکې د کونړ والي، د ولايتي شورا وکيلانو، د ولايتي ادارې يو شمېر رئيسانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او ژورنالېستانو برخه لرله.
د غونډې پرانيسته د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال وکړه. نوموړي د خپلې وينا پر مهال مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د پوهنتون د مخکېني رئيس پوهنيار مير احمد حامد او علمي مرستيال پوهنوال عبدالغفار صافي په کړيو خدمتونو او لاسته راوړنو رڼا واچوله او نوي رئيس او علمي مرستيال ته يې د مبارکۍ تر څنګ د هر اړخيزې همکارۍ او مرستې ډاډ ورکړ.
د غونډې بل ويناوال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم ؤ. نوموړي په تېره يوه لسيزه کې د پوهنتون د مخکېني رئيس پوهنيار ميراحمد حامد او علمي مرستيال پوهنوال عبدالغفار صافي کړي خدمتونه وستايل.
ښاغلي فهيم نوى رئيس او علمي مرستيال مستعد او په کار پوه اشخاص ياد کړل او تمه يې څرګنده کړه، چې د پوهنتون پاتې کارونه به نوموړي په ښه شکل ترسره کړي.
نوموړي زياته کړه: لکه څرنګه چې ننګرهار پوهنتون د کونړ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په تاسيس او رامنځته کېدو کې همکار ؤ، د تېرې يوې لسيزې په څېر به په راتلونکې کې هم د پوهنتون د نوي رئيس سره همکار وي.
د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو رئيس پوهنوال محمد امير کامه وال او د کونړ د ولايتي شورا منشي ملک شېرزمين د غونډې نور ويناوال وو، چې د خپلو ويناوو پر مهال يې د مخکېني رئيس او علمي مرستيال د کړيو خدمتونو ستاينه وکړه او نوي رئيس او علمي مرستيال ته يې د مبارکۍ تر څنګ د ښه خدمت هيله څرګنده کړه.
د کونړ د سيدجمال الدين افغاني پوهنتون نوي رئيس پوهندوى دوکتور محمدګلاب عمري د ولسمشر او لوړو زده کړو وزارت مقام مننه وکړه، چې پر ده يې ددې دندې باور وکړ.
ښاغلي عمري ورسپارل شوې دنده منصب نه، بلکې مسؤليت وباله او ژمنه يې وکړه، چې په خپل ټول توان به يې په ښه ترسراوي کې هلې ځلې وکړي.
د غونډې په پاى کې د کونړ والي او د ننګرهار پوهنتون رئيس د مخکېني رئيس پوهنيار ميراحمد حامد خدمتونه نوموړي ته د تقديرنامې او ستاينليک په ورکړې سره تقدير کړل.