د کابل پوهنتون د محصلینو ټولنې مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له رئيس سره وليدل

10 فبروري, 2020

د کابل پوهنتون د محصلینو ټولنې مشر او د ورېښمو لارې پوهنتونونو د محصلینو ټولنې د اسیا څانګې مرستیال امید مهریار د ټولنې د مرستیالانو په ملتيا د ننګرهار پوهنتون له رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال سره وليدل.
په ياده کتنه کې، چې د پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي هم حضور درلود، د کابل او ننګرهار پوهنتونونو او په ټوله کې د مرکز او ختیځ مېشتو پوهنتونونو د محصلینو تر منځ د اړیکو او همغږۍ د رامنځته کېدو پر مواردو بحث او خبرې اترې وشوې.
ښاغلي مهریار د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه غوښتنه وکړه، چې محصلینو ته د نظریاتو او تجاربو د تبادلې، علمي سفرونو او په ملي او نړیوالو پروګرامونو کې د ګډون زمینه برابره کړي.
د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال ددې پوهنتون د محصلینو د علمي، تدریسي، عملي زده کړو، رضاکارانه فعالیتونو، ښوونیزو مرکزونو او نورو هغو اسانتیاوو یادونه وکړه، چې د پوهنتون ادارې محصلینو ته رامنځته کړي دي.
نوموړي د محصلینو راغلو استازو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته يې کړه، چې د شته امکاناتو نه په ګټې اخیستنې به په اړوندو برخو کې محصلینو ته لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د پوهنتون مشرتابه سره له لیدنې وروسته راغلو محصلینو د ننګرهار پوهنتون له محصلینو سره هم ولیدل او د خپل منځي اړیکو او همغږۍ د پیاوړي کېدو پر لارو چارو يې بحث او خبرې اترې وکړې.