د ښوونې او روزنې شپې پوهنځي فارغانو د سيمينارونو دفاع غونډې پيل شوې

08 فبروري, 2019

د مسؤلينو په وينا، سږ کال د ياد پوهنځي د شپې برنامې د بيولوژي، رياضي، تاريخ او پښتو څانګو څخه ١٤٤ تنه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
د فارغانو د دفاع مراسمو ته د وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي فارغانو او د هغوى کورنيو ته د مبارکۍ تر څنګ له هغوى غوښتنه وکړه، چې د شته صلاحيت او استعداد نه په ګټې اخيستنې د خپل هېواد او ټولنې په سمون او پرمختګ کې کار واخلي.
د يادونې وړ ده، چې ننګرهار پوهنتون په پنځو پوهنځيو (اقتصاد، حقوقو او سياسي علومو، ژبو او ادبياتو، شرعياتو او ښوونې او روزنې) کې د شپې پروګرام لري، چې دم ګړۍ پکې نږدې دوه زره تنه په زده کړو بوخت دي.