د ژورنالېزم او ټوليزو اړيکو پوهنځي د نصاب بياکتنې ورکشاپ جوړ شو

08 غویی, 1397

د ژورنالېزم او ټوليزو اړيکو پوهنځي د نصاب بياکتنې ورکشاپ جوړ شو
په نوموړي يو ورځني ورکشاپ کې د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه او استادانو سربېره د يو شمېر دولتي او خصوصي پوهنتونونو د ژورنالېزم پوهنځيو استادانو او فارغو محصلانو، ليکوالو، ژورنالېستانو او د رسنيو مسؤلينو برخه لرله.
ورکشاپ ته د پرانيستې وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل د کريکولم بياکتنې پر اړتيا او ارزښت خبرې وکړې.
نوموړي وويل: د نصاب بيا کتنه يوه دوامداره پروسه ده، چې په هرو څو کلونو کې د ټولنې او بازار له غوښتنو سره سم ورباندې تجديد نظر وشي او مثبت بدلون پکې راشي. 
ښاغلي مياخېل زياته کړه: خو دا بدلون بايد زمونږ د ټولنې کلتوري او عقېدوي ارزښتونو ته پام سره رامنځته شي، چې ددې چارې د ترسراوي لپاره بايد تجربه لرونکي او په مسلک کې وارد اشخاص نظرونه ورکړي، چې نن ورځ په همدې خاطر مونږ تاسو ته بلنه درکړې ده.
ورپسې د ژورنالېزم او ټولیزو اړیکو پوهنځي رئیس پوهنمل سید سمیع الله سعیدي د ورکشاپ د جوړېدو په موخو خبرې وکړې. 
نوموړي وويل: مونږ په خپل پوهنځي کې نوى او ښه نصاب عملي او تطبيقوو، خو بيا هم د کار بازار ته په کتو او د ژورنالېزم بېلابېلو ژانرونو او تنوع ته په پام سره دا اړتيا شته، چې په موجود نصاب بياکتنه وشي. 
ښاغلي سعيدي زياته کړه: د لوړو زده کړو وزارت مقام د نصاب د تجديد لپاره ملي اجماع رابللې، چې د هغې د ايجاباتو له مخې مونږ بايد مسلکي کادرونو او د ژورنالېزم د ډګر کارکوونکو سره مشورتي، تخصصي او د نظر غوښتنې مستندې غونډې ولرو او د هغې پايلې بايد زمونږ د نصاب د غني کېدو لامل شي. 
د ورکشاپ په دويمه برخه کې د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي دوه تنو استادانو پوهيالي احمدجميل پوپلزي او پوهيالي سيدعباس سادات د ژورنالېزم پوهنځي پېژندنې او د نوموړي پوهنځي د نصاب مفرداتو په اړه خپل ترتيب کړي پريزنټيشنونه وړاندې کړل.
په پاى کې ګډونوالو د ژورنالېزم پوهنځي پر نصاب بحثونه وکړل او د ګروپي کار په نتيجه کې يې پايلې په ليکلې بڼه د نوموړي پوهنځي ادارې ته وسپارلې.