د پوهنتون تدريسي روغتون او طب پوهنځي لابراتوار کارکوونکو له ننګرهار پوهنتون رئيس سره وليدل

12 جنوري, 2019

د ننګرهار پوهنتون تدريسي روغتون او طب پوهنځي د لابراتوار، انستيزي او ايکسرۍ څانګو مسؤلينو او کارکوونکو له ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم سره يې وليدل.
د کتنې پر مهال د يادو څانګو مسؤلينو د خپلو کړنو، لاسته راوړنو او ستونزو په اړه د ننګرهار پوهنتون رئيس ته معلومات ورکړل. ښاغلي فهيم د پوهنتون روغتون د طبي پرسونل او ټولو لابرانتانو هڅې وستايلې او د حق الخطر د اجراء تر څنګ يې په اړونده برخه کې د شته ستونزو د اواري په موخه مربوطه څانګو ته لارښوونه وکړه.