د هېواد د اتلسو ولايتونو ځوانانو او مدني فعالانو له ننګرهار پوهنتون نه ليدنه وکړه

24 اپرېل, 2019

د ولسي ملاتړ پروګرام په نوم کاروان، چې د سيمه ييزو ارګانونو ادارې له خوا ننګرهار ته راغلى، تېره ورځ يې د ننګرهار پوهنتون له بېلابېلو برخو ليدنه وکړه.
د ياد کاروان له غړو سره د ليدنې پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم وويل: که د هېواد تاريخ ته وکتل شي، د نړۍ هر استعمار، چې راغلى د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان د ورونو قومونو تر منځ د ژبني، سمتي او توکميز نفاق اچولو هڅه کړې ده.
نوموړي وويل: د خوښۍ ځاى دى، چې نن ورځ مونږ د داسې يوه بهير کوربانه يو، چې د هېواد د بېلابېلو ژبو، سمتونو او ورونو قومونو څخه جوړ او د يوه واحد ملت استازولي کوي.
ښاغلي فهيم زياته کړه: ((ننګرهار پوهنتون د ټولو افغانانو ګډ کور دى، خپل وياړلي کور ته ښه راغلئ، د پوهنتون اداره، استادان، محصلين او ټول منسوبين ستاسې د سپېڅلي هدف، چې د افغانان يووالى او اتحاد دى، ملاتړ کوي او له تاسې سره دي.)) 
د ولسي ملاتړ پروګرام په استازيتوب حضرت وفا او عبدالبصير حقجو خبرې وکړې او د خپل سفر د موخو په اړه يې د غونډې برخوالو ته معلومات ورکړل.
د پروګرام په پاى کې راغلو ځوانانو د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه، چې د پوهنتون د مسؤلينو له خوا ورته معلومات ورکول کېدل.
د يادونې وړ ده، چې د غونډې پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى ډاکتر محمد حامد کډوال او د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي سربېره د پوهنتون يو شمېر استادانو هم حضور درلود.