د هرات پوهنتون او د ياد ولايت د اسيا لوړو زده کړو موسسې استادانو او محصلانو ننګرهار پوهنتون رئيس سره وليدل

02 دسمبر, 2018

د استادانو او محصلانو ياد پلاوى، چې شمېر يې ٢٥ تنو ته رسېږي، په علمي سفر ننګرهار پوهنتون ته راغلي دي.
د کتنې پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ويلو تر څنګ د پوهنتونونو تر منځ د علمي سير او ملګرتيا پر ارزښت خبرې وکړې.
نوموړي دغه راز د ننګرهار پوهنتون د تاريخي شاليد، پوهنځيو او څانګو، علمي پروګرامونو، پرمختګ او لاسته راوړنو په اړه راغلي پلاوي ته معلومات ورکړل او د هغوى پوښتنې يې ځواب کړې.