د نړيوال اسلامي پوهنتون په اړه د روداتو او کوټ قومي مشرانو سره غونډه وشوه

05 جولای, 2019

په نوموړې مشورتي غونډه کې، چې د ننګرهار پوهنتون رياست مقام کې جوړه شوې وه، د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه او د يادو قومي مشرانو سربېره پکې د ننګرهار والي ښاغلي شامحمود مياخېل هم برخه لرله.
په پيل کې د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم د نړيوال اسلامي پوهنتون د احاطې دېوال د جوړېدو جريان او د شرقي دېوال په برخه کې د رامنځته شوې ستونزې په اړه، چې د سيمې يو شمېر خلک يې د ملکيت ادعا لري، د غونډې برخوالو ته معلومات ورکړل.
ښاغلي فهيم له راغلو مشرانو غوښتنه وکړه، چې ژر تر ژره د نوموړې ستونزې په هواري کې مرسته وکړي، چې ددې سترې ملي او نړيوالې پروژې د جوړېدو چارې ټکنۍ نه شي.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل: د نړيوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو په ساحه کې شخصي ملکيت نشته او که څوک يې دعوه لري او اسناد هم وړاندې کړي، د استملاک د قانون په اساس به ورسره چلند وشي، خو هيڅوک ددې حق نه لري، چې د يادې پروژې چارې وځنډوي.
د روداتو او کوټ ولسونو په استازيتوب مولوي عبدالعزيز خېرخواه خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې د اسلامي پوهنتون پروژې د تطبيق لپاره د خپلو کورونو ورکړې ته هم تيار دي.
نوموړي د رامنځته شوې ستونزې د حل ترڅنګ وړانديز وکړ، چې د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه له خوا د نړيوال اسلامي پوهنتون لپاره په ټاکل شوې کمېټه کې دې د کوټ او روداتو ولسونو استازو ته هم ځاى ورکړل شي.