د ننګرهار پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځي ممتاز محصلان وستايل شول

12 جنوري, 2018

د ننګرهار پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځي ممتاز محصلان وستايل شول
د ننګرهار پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځي هغه ممتاز محصلان چې د هېواد په کچه يې د معلوماتي ټکنالوژۍ (IT) په سياليو کې لومړى او څلورم مقام خپل کړى ؤ، د پوهنتون د رهبرۍ له خوا د يوې غونډې په ترڅ کې تقدير شول.
غونډې ته د وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل د کمپيوټر ساينس پوهنځي له ادارې او په ځانګړې توګه له هغو استادانو مننه وکړه چې د ګټونکو محصلانو په ښوونه او روزنه کې يې هلې ځلې کړې دي. نوموړي وويل: يادو محصلانو دوه پروژې چمتو کړې وې چې يوه يې د شنو خونو خړوبولو او بله يې د کور د امنيت سيستم په اړه وه، چې لومړۍ هغې يې اول او بلې يې څلورم مقام خپل کړ .
پوهنوال مياخېل زياته کړه: ((ننګرهار پوهنتون په دې وروستيو کې ګڼې علمي او رغنيزې لاسته راوړنې لري چې دې بري يې د وياړ شمله لا پسې هسکه کړه.))
د پوهنتون رئيس له ولسمشر او لوړو زده کړو وزارت مقام څخه هم مننه وکړه چې دغه ممتاز زده کوونکي يې ستايلي او لا زياتو عملي هڅو ته يې تشويق کړي دي.
د ننګرهار مستوفي عبدالله رقيبي او د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس اورنګ صميم هم غونډې ته ويناوې وکړې او ياده لاسته راوړنه يې يوازې د پوهنتون نه، بلکې د ټولې سيمې وياړ وباله.
د غونډې په پاى کې ګټونکي محصلان هر يو انجنير جاويد، انجنير محمد داود، انجنير نورالله او انجنير ضابط ګل او د دوی لارښود استادان پوهنيار بادام نيازی او پوهنيار شاکرالله وصيب د ننګرهار پوهنتون د رهبرۍ له خوا په ايوارډونو او ستاينليکونو ونازول شول.