د ننګرهار پوهنتون په مرکزي ليليه کې نويو شامل شويو محصلانو ته د ليليې مقررات تشريح شول

17 تله, 1397

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي او د ليليو عمومي مدير پوهندوى کريم الله بيدار د يوې غونډې په ترڅ کې جديد الشمول محصلانو ته په ليليه کې د اوسېدلو مقررات تشريح کړل او دغه راز يې په ليليه کې د شته اسانتياوو په اړه هغوى ته معلومات ورکړل.
ښاغلي هاشمي محصلان خپلو مسؤليتونو ته ځير کړل او غوښتنه يې وکړه، چې خپل ټول پام زده کړې ته واړوي او وخت په بې ځايه کړنو تېر نه کړي.