د ننګرهار پوهنتون ٩٠٠ تنو محصلانو سره د درېشۍ مرسته وشوه

09 فبروري, 2019

ياده مرسته د وترنري علومو پوهنځي د فارغ محصل او د مرستې او پرمختګ بنسټ مشر ډاکتر ذبيح الله شېرزاد له خوا د نوموړي پوهنځي محصلانو سره وشوه.
د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي د مرسته شويو توکو د وېش پر مهال وويل: هڅه کوو، د خپلو فارغو محصلانو پر مټ په پوهنتون کې يو شمېر خيريه کارونه ترسره کړو، چې نننۍ هغه يې يوه بېلګه ده.
نوموړي وويل: د پوهنتون اړوندو پوهنځيو ته يې لارښوونه کړې، چې د خپلو هغو فارغانو لېست برابر کړي، چې اوسمهال په کليدي بستونو کار کوي، چې د لېستونو له ترتيب وروسته به د ننګرهار پوهنتون د فارغانو يوه شورا او مرستندوى بنسټ رامنځته کړو.
د محصلانو چارو مرستيال د مرستې او پرمختګ بنسټ د مشر نېک احساس وستايه او د مننې تر څنګ يې له نوموړي غوښتنه وکړه، چې په نورو برخو کې هم له ننګرهار پوهنتون سره مرسته وکړي.
د مرستې او پرمختګ بنسټ مشر ډاکتر ذبيح الله شېرزاد وويل: ننګرهار پوهنتون مې د زده کړې او روزنې کور دى او د خپل کور سره به په راتلونکې کې هم د روغتيا، څښلو پاکو اوبو برابرولو او رغنيزو چارو کې د خپل توان په اندازه مرسته وکړم.