د ننګرهار پوهنتون ٤٠٠ تنه محصلان د کاري مهارتونو، انټرنشيپ او کمپيوټر په برخه کې وروزل شول

10 غبرګولی, 1397

 

د ننګرهار پوهنتون ٤٠٠ تنه محصلان د کاري مهارتونو، انټرنشيپ او کمپيوټر په برخه کې وروزل شول
د مسوولينو په وينا، د بېلابېلو پوهنځيو ياد محصلان د ننګرهار پوهنتون کارموندنې مرکز له خوا د لنډمهالو او اوږدمهالو کورسونو په ترڅ کې روزل شوي، چې له دې ډلې ١٣١ تنه يې نجونې دي.
يادې خبرې د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل په هغه غونډه کې چې ددې پوهنتون کارموندنې مرکز د روزل شويو محصلينو د فراغت په مناسبت جوړه شوې وه، وکړې. 
نوموړي وويل: د خوښۍ ځاى دى چې نن ورځ زمونږ سلګونه محصلان د خپلو مسلکي زده کړو ترڅنګ نور مهارتونه هم زده کوي.
هغه زياته کړه: هڅه کوي د بازار او ټولنې له غوښتنې سره سم علمي کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي چې له فراغت سره سم ورته کار پيدا شي او د خدمت مصدر وګرځي.
ښاغلي مياخېل د پوهنتون د کارموندنې مرکز له مسوولينو مننه وکړه، چې د استاذانو او اداري کارکوونکو ترڅنګ د محصلانو ظرفيت لوړونې ته هم پاملرنه کوي او هيله يې څرګنده کړه، چې ياد روزنيز پروګرامونه په راتلونکې کې هم دوام پيدا کړي.
ورپسې د ننګرهار پوهنتون د کارموندنې مرکز مسؤل عبدالمنير رحمانزي خبرې وکړې. نوموړي د خپلې وينا پر مهال د فارغو شويو محصلانو او په ټوله کې د کارموندنې مرکز د فعاليتونو په اړه د غونډې برخوالو ته معلومات ورکړل.
نوموړي د پوهنتون مسؤلينو څخه د مننې تر څنګ زياته کړه: ((د ننګرهار پوهنتون مشرتابه او منسوبينو همکاري او مرسته ده، چې نن ورځ مونږ ددې جوګه شو، چې په دومره شمېر کې محصلان فارغوو.)) 
د غونډې په پاى کې پر فارغو محصلانو سندونه وويشل شول.
د يادونې وړ ده، چې د ننګرهار پوهنتون کارموندنې مرکز په تېرو دوو کلونو کې نږدې ٢٠٠٠ تنه محصلان د کاري مهارتونو، انټرنشيپ او کمپيوټر زده کړو په برخه کې روزلي دي.