د ننګرهار پوهنتون ممتاز محصلين د يوې سترې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

10 نوومبر, 2019

د ننګرهار پوهنتون د اړوندو پوهنځيو د تېر سمستر ازموينو ٣٥ تنه غوره او ممتاز محصلين د يوې سترې غونډې په ترڅ کې وستایل شول. په همدې موخه د عقرب په ١٦مه د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کې ستاينغونډه جوړه شوې وه، چې په کې د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي، د اداري او مالي چارو مرستيال حميدالله احمدزي، د بېلابېلو پوهنځيو او تدريسي روغتون رئيسانو، استادانو، اداري کارکوونکو، محصلانو او د هغوى والدينو ګډون کړی و.
غونډې ته د پرانيستې وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال وويل: د خوښۍ ځاى دى، چې ننګرهار پوهنتون خپل اصلي مسير تعقيبوي او د مثبت بدلون او معياري کېدا پر لور چټک ګامونه اخلي.
نوموړي وويل: د نصاب او کريکولم معياري کېدو لپاره هڅې روانې دي، د علمي پروګرامونه بيا کتنه پيل شوې، د فارغو محصلينو شورا جوړه شوې، د کيفيت د تضمين پروسې درېيم پړاو بشپړ شوى او تمه ده، چې ننګرهار پوهنتون به په نږدې راتلونکې کې بشپړ اکاډميک اعتبار هم ترلاسه کړي.
پوهاند بهسودوال په اداره کې د مکافاتو او مجازاتو د اصل پر ارزښت خبرې وکړې او ممتازو محصلينو او د هغوى والدينو ته يې ددې ستر وياړ له امله، چې د پوهنتون د غوره محصلينو مقام يې خپل کړى، مبارکي وويله.
د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي او د پوهنتون د ازموينو کمېټې مشر پوهاند احمد ګل واثق د غوره محصلينو ټاکلو پر پروسيجر د غونډې برخوالو ته معلومات ورکړل.
د غونډې په پای کې د پوهنتون د ازموینې کمېټې مشر او غړي، د يو شمېر پوهنځيو د ازموينو کمېټو مسؤلين، ١١ تنه ښځينه استادان او اداري کارکوونکي او د ممتازو محصلينو تر څنګ ٨ تنه هغه محصلين، چې د هېواد په کچه يې د ملګرو ملتونو د تمثيل سياليو او د پوهنتون د فعالو وګړو پروګرام په برخه کې لومړي مقامونه خپل کړي وو، په ستاینلیکونو او مډالونو ووياړل شول.